په غزني كې دوو چاودنو ۸ تنه وژلي

د غزني ولايت چارواكي وايي، چې نن په دوو جلا چاودنو كې د يوې شخصي امنيتي كمپنۍ اته تنه ساتونكي وژل شوي دي.

د غزني امنيه قومندان خيال باز شيرزوى وايي چې، لومړى چاودنه د كابل كندهار پر لويه لار وشوه چې پنځه تنه په كې وژل شوي او دوهمه چاودنه په غزني ښار كې د همدغې امنيتي كمپنۍ پر بل موټر شوې او درې تنه يې ووژل.

وسلوالو طالبانو د دغو چاودنو مسئوليت منلى او رسنيو ته يې ادعا كړې چې په دواړو پېښو كې يې ۱۱ تنه وژلي دي.
د غزني چارواكو دا خبره رد كړي ده.

بل خوا د پكتيا ولايت يو چارواكي چې د نوم له ښوولو يې ډډه وكړه ازادۍ راډيو ته وويل، چې نن سهار د دې ولايت د سټو كنډو په سيمه كي د سړك جوړونې د هندۍ كمپنۍ پرساتونكو د ماين چاودنه شوې چې اوه تنه يې ټپيان كړي دي، خو طالبانو رسنيو ته ادعا كړې چې په دغه چاودنه كې يې ۷ وژلي او ټپي كړي.

چارواكو دا ادعا رد كړې.