د زابل ولايت چارواكي، وايي په دې ولايت كې د څه باندې نولس ميليونه افغانيو په لګښت د پوليسو د روزنې د يوه مركز د جوړيد كار بشپړ شو.
د زابل د والي وياند محمد جان رسول يار نن ازادي راډيو ته وويل دغه مركز د دوه كلونو په موده كي جوړ شوي او مالي لګښت يي د كورنيو چارو وزارت له خوا وركړل شوى دى
نوموړي همدا راز وويل، چې د زابل د امنيه قوماندانۍ لپاره په اوو بلاكونو كې د نوې ودانۍ هم تر جوړيدو وروسته تيره ورځ پرانستل شوې.
رسول يار وايي، دغه ودانۍ د امريكا د متحده ايالاتو د اولسو مليونو ډالرو په مالي مرسته جوړې شوې دي.