د نيمروز په ولايت كې د سړك د غاړې په بمي چاودنه كې له شلو ډير ملكي وګړي وژل شوي او پنځه ويشت نور ټپيان دي.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت له خوا په يوې خپره شوې مطبوعاتي اعلاميې كې راغلي، چاودنه نن سهار په يوه مسافر وړونكي موټر وشوه، چې له دلارام ولسوالۍ نه زرنج ښار ته روان و.
تر اوسه پورې چا د دې بريد مسوليت نه دی منلې خو امنيتي چارواكي وایي، چې دغه ماين د وسله والو مخالفينو له خوا ځای پر ځای شوی و.
د يو بل خبر په ارزګان ولايت كې هم په يوې بمي چاودنه كې د ملي اردو درې سرتيري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د ارزګان د امنيې قومندانۍ مرستيال سمونوال ګلاب خان وايي، چې چاودنه نن سهار په دهراوت ولسوالۍ كې د ملي اردو په يوه موټر وشوه.