د کلیو او پراختیا وزارت په راتلونکې کې د هېواد په کلیو اوبانډو کې د زیاتو پروژو د پلي کولو لپاره د دغه وزارت پنځه کلن پلان برابر کړی دی.
د کلیو او پراختیا وزیر جارالله منصوري چې پرون یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته د دغه پلان په باب څرګندونې کولې وویل، چې د دغه پلان د تطبیقولو لباره یو نیم میلیارد ډالرو ته اړتیا شته او د نړېوال بانک له خوا به تمویل شي.
ښاغلي منصوري زیاته کړه:
موږ ویاړو چې نن په راتلونکو پنځو کلونو کې د دې ستراتیژۍ او د هغې د تطبقولو لپاره شوې ژمنې اعلانوو.
د کلیو او پراختیا وزارت ډاډمن او باوري دی، د هغې ستراتیژۍ په تطبقولو کې دا لومړنی وزارت دی چې د کابل تر نړېوال کنفرانس وروسته د لومړنی ګام اخیستو ویاړ ترلاسه کوي اوخپله ستراتیژي اعلانوي.
د کلیو او پراختیا وزیر همدا راز وویل، اوس مهال د هېواد پنځه اویا په سلو کې کلي او بانډې د دغه وزارت د ملي پیوستون په پروګرام کې شامل دي او د دې ستراتیژۍ په تطبقولو سره په ټولو کلیو کې د عامه ګټو پروژې پيلیږي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر کارپوهان وایي، په وروستیو کلونو کې په هیواد کې د روانو ناامنیو له وجې ډېرې پروژې تطبیق شوې نه دي.
خو ښاغلي منصوري وویل، هڅه کیږي چې دغه پنځه کلن پلان په پام کې نیول شویوسیمو کې په ښه توګه عملي شي.