په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر په هلمند ولایت کې د ملکيانو د وژنې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي "سټیفین ډي مېسټورا" په یوه اعلامیه کې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي، چې
د عملیاتو په بهیر کې د ملکیانو د ځان ساتنې لپاره خپل مسوولیتونه په پام کې ونیسي.
د تیرې جمعې په ورځ د هلمند د سنګین ولسوالۍ په ریګي کلي کې د ناټو ځواکونو په هوايي حمله کې د ښځو او ماشومانو په شمول شاوخوا دوه پنځوس کسان ووژل شول.
د ملکیانو وژنه د افغان مقاماتو له خوا په کلکه غندل شوې ده.