په كندز كې ۱۵ تنه مخالفين مړه او ژوبل دي

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې په كندز كې ۱۵ تنه مخالفين مړه او ژوبل شوي دي.

د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت له خوا په يوې خپرې شوې اعلاميي كې راغلي دي چې په دې وروستيو كې د كندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ كې د افغان او بهرنيو ځواكونو په تصفيوي عملياتو كې پنځه تنه مړه او لس نور ژوبل شوي دي.

طالبانو تر دې مهاله څه ندي ويلي.

د يوه بل خبر له مخې د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ كې د انجونو د يوه ښونځي ترڅنګ يي ۱۵ كړۍ ماينونه موندلي دي.