په عراق کې ٢١ تنه وژل شوي

په عراق کې پرون په دوو غبرګو چاودنو کې لږترلږه ۲۱ تنه ووژل شول، لومړۍ چاودنه په کربلا کې په داسې حال کې وشوه چې شیعه ګانو د دولسم امام مهدي د کالیزې د لمانځلو لپاره تیاري نیوله. په پېښه کې اوولس کسان ووژل شول.

د عراق زياتره اوسېدونكي شيعه ګان دي، په دې مناسبت هرکال په زرګونو زیارت کوونکي په کربلا او نجف کې په ځانګړو مراسمو کې برخه اخلي .

دوهمه چاودنه په بغداد کې وشوه. ویل کیږي چې له القاعده سره تړلي یوه ځان وژونکى په دې ښار کې د العربیه ټلویزیون د دفتر مخې ته ځان والوزاوه او څلور تنه یې ووژل .