كرزي په سنګين كې د ملكي خلكو د وژنې په اړه د څيړنې امر كړى

ولسمشر حامد كرزي د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ كې د ملكي خلكو د وژنې په اړه د څيړنو امر كړى دى.

د راپورنو له مخې ويل كيږي، چې په دغه ولسوالۍ كې د جمعې په ورځ د نړېواله ځواكونو له خوا په توغول شوېو توغندېو كې يو شمېر خلك وژل شوي او ټپيان شوي دي .

په هغه خبر پاڼه كې چې له همدې امله د افغانستان له جمهوري رياست څخه خپره شوې ده راغلي چې ولسمشر كرزي د ملي امنيت سلاكار ته دنده سپارلې څو په دې برخه كې څيړنې وكړي.

ويل شوي چې دغه څيړنې له تېرې ورځې راهيسې پيل شوې دي، خو په هلمند ولايت كې ميشت نړېوالو ځواكونو د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره د ملكي خلكو د مرګ، ژوبلې په اړه خپاره شوي راپورنه نا سم ګڼلي دى.