مايك مولن پاكستان سره د امنيت په اړه خبرې وكړې

د متحدایالاتو لوی درستیز ادمیرال مایک مولن پرون د پاکستان د وسله وال پوځ له یوه چارواکي جنرال طارق مجید سره په اسلام اباد کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان حکومت وایي، د امریکا لوی درستیز مولن، په کابل کې د تېرې سې شنبې ورځې د نړېوال کنفرانس او په پاکستان کې د
سخت دریځو په وړاندې د جګړې د بهیر په باب خبرې وکړې.

نوموړي په داسې حال کې له پاکستان څخه کتنه کوي، چې امریکا په دې هېواد کې د سخت دریځو د موجودیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ پر نړېوالو ځواکونو په بريدو تورن دى.