د روږدو د درملنې لپاره نوي هڅې پيل شوي

د نشه يي توكو سره د مبارزې وزارت وايي، چې د يوه نوي بورډ په جوړېدو سره له نشه يي توكو سره د مبارزې لپاره او په دغو توكو د روږدو كسانو د درملنې لپاره يي نوې هڅې پيل كړي دي.

د غه څرګندونې له نشه يي توكو سره د مبارزې وزارت وياند زلمي افضلي نن په كابل كې يوې خبري غونډې ته وكړې، نوموړي زياته كړه، چې دغه بورډ به له نشه يي توكو سره د مبارزې وزارت په چوكاټ كې فعاليت كوي، تر څو له نشه يي توكو سره د مبارزې او همدا راز په نشه يي توكو د روږدو كسانو د درملنې د څرنګوالي په اړه به څېړنه كوي.

ښاغلي افضلي زياته كړه، چې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې نوى بورډ د كابل له نړېوال كنفرانس څخه وروسته جوړ شوى دى.

د كابل په نړېوال كنفرانس كې ګډونوالو، په افغانستان كې له نشه يي توكو سره په جدي مبارزې ټنيګار وكړ او په دې برخه كې يي د سيمه ايزې همكارى غوښتنه هم وكړه.