هرات په تصویرونو کې

د خواجه عبداله انصاري د زیارت په اړه لنډ معلومات

د خواجه عبداله انصاري زیارت له لرې څخه

په خپله د خواجه عبدالله انصاري مقبره

د خواجه عبدالله انصاري د مقبرې تر څنګه یوه وچه ونه چې له مېخونو ډکه ده. - په دغه وچې ونې په سلګونو نه بلکې په لکونو میخونه ټکوهل شوي دي او هر چا د خپل د مراد د حاصلولو لپاره په دې زیارت کې پل ایښی نو یو مېخ یې مخامخا په دې وچه ونه ټومبلی دی.

د استقلال څلی، چې د هرات ولایت په یو څلور لاری کې جوړ شوی - د استقلال دغه سمبول د هرات ولایت د پخواني والي اسماعیل خان په امر جوړ شوی او دا د دې ښکارندوی دی، چې هراتیانو په بېل، ګلنګ او ښاخۍ د روسانو په ټانکونو حمله کړې وه.

د هرات ولایت تاریخ جومات چې په شین جومات هم مشهور دی

د هرات ولایت مشهور جومات له بهر څخه

د هرات ولایت په مشهور جومات کې یو تاریخ دېګ چې قراني ایات پرې هکاکي شوي

د هرات ولایت مشهور او تاریخي څلي

په هرات ولایت کې پخوانۍ ملکې او شاعرې ګوهرشاد بېګم زیارت

د هغو ۵ مشهورو تاریخی څلو څخه یو څلی چې د لوېدو په حال کې دی او اوس پر کېبلونو تمبه شوی

د تکړه شاعرې او ملکې ګوهر شاد بېګم مقبره