د کاسوو هېواد د خپلواکۍ په رسمیت پېژندلو په سر لانجې

د کاسوو مشرانو او سپینې ماڼۍ له هغو هېوادونو څخه چې د کوسوو خپلواکي يې په رسميت نه ده پېژندلې، وغوښتل چې د ملګروملتونو د سترې محکمې د دې پرېکړې هرکلى وکړي، چې د کاسوو خپلواکي يې په رسمیت پېژندلې ده.

د امريکا د بهرنيوچارو وزيرې هليري کلنټن او د کوسوو صدراعظم، هاشم تاچي ويلي، سربيا هم باید د هغو هېوادونو په ډله کې وي، چې د کاسوو خپلواکي په رسميت پېژني.

خو سربيا د ملګروملتونو د عالي محکمې دا پرېکړه رد کړې ده.

د سربيا ولسمشر بوريس تاديچ تېره ورځ وویل، بلګراد به هېڅکله هم دا پرېکړه ونه مني او خپلو ډيپلوماتيکو هڅو ته به دوام ورکړي څو د کاسوو ځمکنۍ بشپړتيا په رسميت ونه پېژندل شي.
د سربيا پخواني متحد روسيې، هم دغه پرېکړه رد کړې ده.