خوست کې سیلابونو ۸ تنه وژلي دي

د خوست ولایت چارواكي وايي، چې د دې ولايت په منګلو ولسوالۍ كې سيلابونو اته تنه وژلي دي.

له خوست څخه راپورونه وايي، چې په وژل شویو کسانو كې ښځې او كوچنيان هم شامل دي او يوه كورنۍ لا اوس هم لا دركه ده.

د خوست د جاني خيلو ولسوالۍ اداري مرستيال خان زلي افغان وايي، چې مړه شوي كسان د دوى په ولسوالۍ كې پيدا شوي.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي ازادي راډيو ته وويل، چې د پيښي د څېړنې لپاره يې يو پلاوى سيمي ته لېږلى دى.

د سيمي خلك وايي، دوى ته خورا ډېر اقتصادي زيانونه هم اوښتي دي او غوښتنه کوي چې بېړنۍ مرستې دې ورسره وشي.