د هلمند چارواكي وايي، په دغه ولايت كې د نړېوالو ځواكونو يوه الوتكه نن تر غرمې وروسته رالوېدلې ده، د هلمند د والي وياند داود احمدي ازادۍ راډيو ته وويل، چې دغه الوتكه په ناوې ولسوالۍ كې لوېدلې، خو نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
بل خوا د وسلوالو طالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي ادعا كوي، چې دغه الوتكه دوى ويشتلې او 6 پوځيان يې په كې وژلي دي.
چارواكو دا ادعا ناسمه بللې ده.
د سيمي خلك وايي، چې د دوى په سيمه كې ترالوتكۍ لوېدو مخكې هم جګړه روانه وه او د الوتكۍ لوېدو پر وخت دوى داسې ډزې نه دي اورېدلي، چې ګواكې الوتكه دې ويشتل شوې وي.