كاترين اشټون د ايران د بهرنيو چارو له وزيرسره خبرې كړي

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو کمشنرې کاترین اشټون په روانه اونۍ کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې اترې کړي دي.

دغه خبره رویټرز خبري اژانس د یوه امریکايي مقام په حواله چې نوم يې نه دې ښودل شوی، کړي ده، په دې اړه چې ایا د ایران د بهرنیو چارو وزیر منوچهر متکي کاترین اشټون ته ویلي، چې په کوم دلیل هغه ویلي شي چې ایران له سترو قوتونو سره خبرو لپاره چمتو دی، دغه امریکايي مقام څه نه دي ویلي.

ویل کیږي، چې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مسولې تر منځ دا کتنه د کابل د نړېوال کانفرانس تر څنګ شوې ده، د جرمني په ګډون د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا پینځه دایمي غړي هېوادونه له ایران غواړي، چې د یورانیمو غني کولو پروسه ودروي.