ترکیې د افغانستان په جوزجان کې خپله پي. ار. ټي پرانیستله

د افغانستان په شمال جوزجان ولايت كې د تركيې د ولايتي بيارغونې ټيم يا پي. ار. ټي پرانستله شوه.

د تركيي د بهرنيو چارو وزير احمد داود اوغلو نن د دې ټيم د پرانيستي په مراسمو وويل، چې دغه ټيم به سربيره پر جوزجان په سرپل كې هم د بيارغونې كارونه وكړي.

د تركيې د بهرنيو چارو وزير همدا راز وويل، چې هېواد يې په پام كې لري په جوزجان ولايت كې ۳۲ كيلو متره حلقوي سړك هم قير كړي.

تركيه په د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواكونو كې په سلګونو عسكر لري او په تيرو څو كلونو كې يې له افغان دولت سره د بيارغونې په برخه كې هم مرسته كړې.