اوباما، او کامیرون: اوس هم لا وختي ده چې ایران خپله اټومي لانجه حل کړي

د بريتانيا او امريکا مشران وايي، اوس هم ناوخته نه دى، که د ايران د لانجمن اټومي پروګرام په برخه کې يو سوله ييز حل وايستل شي.

دوى ويلي له تهران سره د خبرو اترو په برخه کې د پرمختګ د نشتوالي له امله دواړه هېوادونه غواړي، چې د ايران پر اسلامي جمهوريت نوي بنديزونه ولګوي.

پرون د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د بريتانيا صدراعظم ډېوېډ کامرون په واشنګتن کې په ګډ کنفرانس کې دغه خبرې وکړې، دوى له ايران څخه وغوښتل چې بې له ځنډه له نړيوالې ټولنې سره د خبرو اترو لار غوره کړي.

کامرون وويل، چې ايران بايد د اټومي وسلو جوړول پرېږدي. موږ د ايران پر رژيم ټينګار کوو، له نړيوالې ټولنې سره له ځنډه پرته خبرو ته کښېني، د دې کار لپاره اوس هم ناوخته نه دى.

امريکا او بريتانيا له خپلو متحدانو سره، په ښه نيت د خبرو اترو لپاره تيار دي. خو د حاضر شريک په غياب کې به موږ هغه بنديزونه ولګوو، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا او اروپا له خوا ورباندې موافقه شوې ده. موږ به نور اقدامات هم وکړو.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا تېره مياشت د څلورم ځل لپاره پر ايران نوي بنديزونه تصويب کړل، چې پر تهران فشار راولي څو د يورانيمو له غني کولو لاس واخلي.

امريکا، بريتانيا او نور متحدان يې شک لري، چې ايران له خپل اټومي پروګرام څخه د اټومي وسلو په جوړولو کې کار اخلي، خو تهران وايي، دغه پروګرام يې سوله ييز دى.