امریکا او بریتانیا د کابل نړیوال کنفرانس هرکلی وکړ

د امريکا او بريتانيا مشرانو د نورو هېوادونو تر څنګ د کابل د پروني نړيوال کنفرانس هرکلى وکړ، دوى دا اقدام چې افغانان د امنيت ساتنې مسووليت اخلي، ستايلي.

دغه يو ورځنى کنفرانس پرون په کابل کې جوړ شو، په کې د هغه پلان ملاتړ وشو، چې تر ٢٠١٤م کاله پورې به افغان ځواکونه د امنيت ساتنې مسووليت اخلي.

افغان ځواکونو ته له وړاندې د ځينو سيمو د ورسپارلو پلان برابر شوى، چې د روان کال تر پايه به عملي شي، دغه راز امريکا هم په پام کې لري په راروان ميلادي کال کې د خپلو عسکرو وتل پيل کړي.

په دې اړه پرون د امريکا ولسمشر بارک اوباما د بريتانيا له صدارعظم سره په واشنګټن کې د خبرو پر مهال وويل:

”دا ټولې مهمې لاسته راوړنې دي، دوى په هغه لور روان دي، چې افغانانو ته د وړ شرايطو په برابرولو کې مرسته وکړي، څو افغانان د خپل هېواد د ساتنې زيات مسووليتونه واخلي.

په حقيقت کې د راروان کال په بهير کې به افغانان د امنيت په برخه کې مهم مسووليت واخلي. د راروان کال په جولاى کې به موږ له دې هېواده د خپلو ځينو ځواکونو وتل پيل کړو.

د کابل نړيوال کنفرانس وښوده، افغانستان د امريکا او د نړيوالې ټولنې ملاتړ کوي، امريکا به د اوږدې مودې لپاره د امنيت او پرمختګ په برخه کې د افغانانو همکاره وي.“

د کابل په کنفرانس کې د ٧٠ هېوادونو او نړيوالو ادارو استازو ګډون کړى و.