تاجکستان کې یو تن د کودتا په تور په ۳۰ کاله بند محکوم شو

په تاجکستان کې محکمې د جمهوري ګارډ د پخواني مشر ورور په دېرش کاله بند محکوم کړ.

د جمهوري ګارډ د زنداني مشر ورور د کودتا په تور محکوم شو.
د تاجکستان سترې محکمې عبدالرسول میرزاوف مجرم وپیژانده چې له خپل ورور غفار سره یې د ولسمشر امام علي رحمان پرضد کودتا کوله.

میرزاوف همداراز د ترورزم په هڅه او د غیرقانوني وسلو د ساتلو لپاره مجرم پیژندل شوی دی. دی تر تیرکاله په عربي متحد اماراتو کې و بیا تاجکستان ته وسپارل شو.

غفارمیرزاوف په دوه زره شپږم کال کې د قتل او بغاوت په تورونو مجرم شوی دی.

امام علي رحمان له نولس سوه څلور نویم کال راهیسې د تاجکستان ولسمشر دی.