د بشري حقونو د څارنې ډله یا هیومن رایټس واچ قرغزستان او ازبکستان ملامته کړې دي. ازبکستان تورنوي چې له قرغزستانه ازبک مهاجر خپلې خاورې ته نه پریږدي او قرغزستان تورنوي چې پولیس یې د خپل هېواد ازبکان نیسي او وهي ټکوي.
د بشري حقونو د څارنې د ډلې یوه مسوول، جیرې سیمپسون وویل، ډیرو کډوالو دوی ته ویلې دي، که چېرته ازبکستان سرحد پرانیزي نو دوی به هلته پناه واخلي.
سیمپسون د قرغزستان په جنوب د اوښ له ښاره خبرې کولې له هغه ځایه چې تیره میاشت په کې قومي شخړې د ازبکانو او قرغزیانو تر منځ وشوې.
د بشري حقونو د څارنې ډله وايي چې ازبک او قرغزي چارواکي غواړي چې تللې مهاجر مجبوره کړي چې بیرته خپلو کورونو ته ولاړ شي او نور خلک هم د فشار له امله تیښتې ته زړه ښه نه کړي.