د کابل د نړیوال کنفرنس ګډونوالو د جمهور ریس حامد کرزي هغه پلان ومانه چي وایي، افغان ځواکونه به د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه پوري په ټول افغانستان کې د امنیتي چارو مسولیت په غاړه واخلي.
د کنفرانس په پای کې یوه اعلامیه تصویب شوه او په کې ویل شوي چې په راتلونکو دوو کلونو کې به د افغانستان حکومت د نړیوالو مرستو په سلو کې په پنځوس برخې واک ولري.
دا مهال افغان حکومت د نړیوالو مرستو په سلو کي په شل برخې واکمن دی.
د ناټو عمومي منشي اندریس فوغ راز موسین د کنفرانس ګډون والو ته په وینا کې وویل، که افغان ځواکونه د امنیتي چارو مسولیت په غاړه هم واخلي، بیا به هم ناټو ځواکونه د افغانستان د امنیتی ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د کنفرانس د پای په وینا کې وویل، د افغانستان د راتلونکې په اړه هیڅکله هم داسي پوخ لید موجود نه و:
څه شی مو چي تر لاسه کړی، هغه ډېر مهم دی. مونږ هیڅلکه هم د افغانستان د راتلونکي په اړه دا ډول پوخ لید نه درلوده. دا لید د افغانستان د خلکو او حکومت له خوا رامنځ ته شویدی.
دا لومړی ځل و چي په افغانستان کي دا ډول ستر نړیوال کنفرانس جوړ شو. دي غونډې ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې هیلري کلنټن په شمول، د شاوخوا اویا هیوادونو او سازمانونو استازي راټول شوې وو.