راپورونه وايي د بلخ ولایت په مركز مزارشريف كې نن د ملي پوځ د روزنې په يوه مركز كې د افغان او بهرنيو عسكرو ترمنځ نښته كې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په مزارشريف كې د ملي پوځ د ۲۰۹ نمبر قول اردو يوه افسر چې د نامه له ښودلو یي ډډه کړې، ازادۍ راډيو سره په خبرو کي پيښه تاييد كړه او وایي، په دې پيښې كې له دواړو خواو نه لږ تر لږه درې كسان وژل شوي او څو نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، په وژل شويو كې يو امريكايى روزونكى، د هغه افغاني ټبره امريكايي ترجمانه او يو افغان افسر شامل دي.
د ۲۰۹ نمبر قول اردو دغه افسر وایي، د پيښې علت او د مرګ ژوبلې دقيقه شمېره تر اوسه نه ده څرګنده .
تيره اونۍ په هلمند ولايت كې هم يوه افغان سرتيری څلور بريتانوي عسكر وژلي و او څو نور يې ټپيان كړي وو.