روسیې کې په یوه ورځ یو اویا کسان اوبو ډوب کړي

په روسیې کي د سختي ګرمۍ له وجې خلک په سیندونو او جهیلونو کي لمبا ته اړ شوي خو یوازي د ۲۴ ساعتونو په مودې کې ۷۱ کسان په اوبو کې ډوب او مړه شوي دي.

دروسیې د عاجلو چارو وزرات وایي، په روان کال کي ۲۵۰۰ کسان په اوبو کې غرق شوي او یوازې د تېر جون میاشت کي ۱۲۴۴ کسان په اوبو کې ډوب شوي دي.