هند کې یو ډیپلوماټه پاکستان ته د جاسوسۍ په تورنو تورنه شوه

د هند پولیس وایي، په اسلام اباد کي د دوی یوه ډیپلوماته چې پاکستان ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي وه، نن د رسمې پټواسرارو د قانون په اساس تورنه شوه.

فرانسپرس اژانس د هند د پولیسو د کمشنر د مرستیال شبیش سنګ له خولې وایي، مدهوري سنګ چی په اسلام اباد کې د هند د سفارت په معلوماتي څانګې کې یې کار کاوه، او د روان کال په لومړیو کې نیول شوي وه، د رسمې پټو اسرارو د قانون د دریو مادو په رڼا کې نن تورنه شوه.

که چیري مجرمه وپیژندله شي نو د جاسوسۍ په جرم به په ۱۴ کاله بند محکومه شي.