خیبرپښتونخوا کې پنځه وسلوال وژل شوي

پاکستاني چارواکي وایي، پنځه تنه وسله وال نن په خیبر پښتونخواه کي هغه مهال ووژل شول چی پوځ د وسله والو هغه دسیسه شنډه کړه چي غوښتل یی د دوي په یوه روزنیز مرکز حمله وکړي.

د پاکستان د پوځ ویانداطهر عباس وایي، دریو تنوځان وژونکو چي د چاودیدونکو موادو واسکټونه یي اغوستي وو، هڅه یي کله چي په مردان کي د پنجاب د فرقې د روزنیز مرکز ته ننوځي خو دري واړو هدف ته له رسیدو مخکي خپل مواد وچول.