د كابل نړيوال كانفرانس چې پكې د شاخوا ۷۰ هيوادونو او نړيوالو ادارو استازو ګډون كړي وه د سي شنبي په ماسپښين پاي ته ورسيده.
په دغه كانفرانس كې افغان دولت ژمنه وكړه چې د ښې حكومت دارۍ ، د فساد سره د مبارزې او اصلاحاتو په برخه كي كار كوي.
د كابل له كانفرانس څخه وروسته ولسمشر حامد كرزي او د ملګروملتونو سرمنشي بانكي مون يوي خبري غونډي ته خبرې كړي چې له كابل څخه پرې مجاهد جواد دا راپور راستولي دي.
د كابل كانفرانس د ټينګو امنيتي تدابيرو لاندې پداسې حال كې پای ته ورسيده چې افغان ولسمشر دغه كانفرانس ډير بريالى او پر وخت وگاڼه او هيله يې څرګنده كړه چې دا به په افغانستان كې نظام نور هم ځواكمن كړي.
ولسمشر حامد كزري د كابل له كانفرانس څخه وروسته په يوي خبري غونډه كې وويل چې د افغانانو لخوا د مسوليتونو د اخيستلو لړۍ روانه ده او تمه ده چې افغان امنيتي ځواكونه به په دې وتوانيږي چې په راتلونكو تقريبا څلورو كلونو كې د هيواد بشپړ امنيتي مسوليت په غاړه واخلي.
((افغانستان خپل اهداف مشخص كړل ، مونږ غواړو چې امنيتي ځواكونه مو ددې توان او ظرفيت ولري چې په ۲۰۱۴ ميلادي كال كې ټول امنيتي مسوليت پر غاړه واخلي ، او مونږ هيلمند يو چې نړيواله ټولنه به له افغانستان سره مرسته وكړي چې خپل دغه هدف ته ورسيږي او مونږ ددغه هدف لپاره په ریښتونې توګه كار كوو.))
حامد كرزي دا هم وويل چې افغان دولت به هڅه وكړي څو د غوره حكومت دارۍ ، د فساد سره د مبارزې او اصلاحاتو په برخو كي هغه كارونه چې لا هم نه دي ترسره شوي په راتلونكي نږدي او يا لرې كې په ترتيب سره ترسره کړي.
د ملګروملتونو سرمنشي بانكي مون وويل چې د كابل د كانفرانس جوړيدل ښيي چې تر دې وروسته به افغانان په خپله خپل لومړيتوبونه ټاكي او نړيواله ټولنه به يې ملاتړ كوي ځكه ده وويل چې د كابل د كانفرانس مشرې په خپله افغانانو كوله او په افغانستان كي جوړ شوي وه.
بانكي مون زياته كړه:
(( افغان حكومت په ملي پروګرامونو كي ۲۳ لومړيتوبونه وړاندي كړل ، چې هغه په كليدي برخو لكه د سولي ، امنيت ، حكومت دارۍ ، او پراختيا په برخو كې وه. ولسمشر كرزي او حكومت يي خپلي ژمنې يوځل بيا تازه كړې چې د خپل هيواد خلكو ته به ریښتونی او معنی لرونكي كارونه كوي ، او مونږ د افغانستان له راتلونكي سره اوږدمهاله ژمني لرو ، او له ټولو مرستندويانو څخه مي هم وغوښتل چې په خپلو ژمنو وفا وكړي. ))
بانكي موون وړاندې وويل چې اوس هم په ځينو افغاني ادارو كي فساد موجود دی او بايد د فساد هره دوسيه په جلا جلا توګه وڅيړل شي او دغه راز له نړيوالې ټولنې څخه يي هم وغوښتل چې تر دې وروسته افغانستان ته خپلې مرستې په شفافه او اغيزناكه توګه وركړي.
د كابل په نړيوال كانفرانس كې د ۶۰ هيوادونو او ۱۲ نړيوالو ادارو استازو ګډون كړی و چې له ۴۰ څخه د زياتو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران هم په كې شامل وه.