لومړۍ چاودنه د سه شنبې په شپه څه کم يوولس بجې د جلال اباد ښار په دويمه ناحيه کې په يوه کېسټ پلورنځي کې وشوه. دننګرهار ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور ازادۍ راډيو ته وويل:
د چاودنې له امله يوازې کېسټ پلورنځى ويجاړ شوى او چاته په کې ځاني زيان نه دى اوښتى، دغه راز د پلورنځي کېسټې او وسايل په کې له منځه تللي دي.
بله چاودنه د سه شنبې په ورځ تقريباً لس بجې د جلال اباد ښار د والي دفتر ته سل متره څېرمه د سراج الامارت باغ د سونکر او بليارډ په يوه تفريح ځاى کې وشوه.
د ننګرهار د پوليسو وياند وويل: په دغه چاودنه کې هم چاته ځاني يا مالي زيان نه دى اوښتى خو عيني شاهدانو وويل: يوازې د تفريح وسايل زيانمن شوي دي.
په دې وروستيو کې دننګرهار امنيتي وضع خرابه شوې او خلک ورته اندېښمن دي. خلک وايي، ځينې چاودنې که څه هم ځاني تلفات نه لري؛ خو د غږ دلوړوالي په وجه يې د امنيت فضا ګډه وډه کړې ده.
محمد داود وفا