بشري:د كابل د نړېوال كنفرانس لپاره مو امنيتي تدابيرجدي كړي

د كورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري

د كورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري د دوشنبې په ورځ وويل، چې د كابل د نړېوال كنفرانس د امنيت ساتلو مسووليت افغان ځواكونه ته ورپه غاړه دى، خو د اړتيا په صورت كې به له نړېوالو سوله ساتو ځواكونو څخه هم مرسته وغوښتل شي، خو په عين حال كې د كابل ښار يو شمېراوسيدونكي شكايت كوي چې ډير سړكونه او څلور لارې بندې دي او دوى نه شي كولاى چې خپلو كارونو ته رسيدګي وكړي.
د كابل د نړېوال كنفرانس لپاره د يوه منظم پلان پراساس امنيتي تدابير جدي شوي اوهڅه كيږي چې د هر ډول امنيتي پېښې مخه ونيول شي.

د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري د دې مطلب له څرګندولو سره د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل، چې د دې امنيتي پلان له مخې د كابل له ښار نه بهرهم امنيتي پوستې زياتې شوي او كوم خلك او نقليه وسايط چې ښار ته ننوځي په جدي توګه څارل كيږي.

ښاغلي بشري وويل، چې د كابل د نړېوال كنفرانس د امنيت د ټينګښت لپاره به دا ځانګړي امنيتي تدابير دوه ورځې وي او له خلكو نه يې هم غوښتنه وكړه، چې له امنيتي ځواكونو سره په دې برخه كې لازمه مرسته وكړي:

"امنيتي تدابير يوازې نه چې په كابل ښار كې ټينګ دي بلكې هغې لوړې نقطې چې ضرر رسونكي هغه هم د پوليسو د پوستو تر پوښښ لاندې راغلي او همدانګه له هيلي كوپترو څخه هم كار اخلو."

د كابل نړېوال كنفرانس د سې شنبې په ورځ د يوې ورځې لپاره جوړيږي، په دې مهم نړېوال كنفرانس كې د نړۍ د شپېتو هېوادونو او نړېوالو سازمانونو د بهرنيو چارو وزيران، لوړ رتبه استازي او دغه راز د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي بانكي مون هم برخه اخلي.

د كورنيو چارو وزارت وياند وايي، چې د كابل د نړېوال كنفرانس د امنيت د ټينګښت مسووليت د پوليسو په غاړه دى خو په دې برخه كې نورافغان امنيتي ځواكونه هم ورسره پوره همكاري كوي، ده وويل چې د اړتيا په صورت كې به له ايساف يا نړېوالو سوله ساتو ځواكونو څخه هم مرسته وغوښتل شي.

خو په كابل ښاركې خلك شكايت كوي، چې ددغو امنيتي تدابيرو له امله د ښار په مركزي برخه كې سړكونه او څلور لارې بندې شوي او دوى ته يې ډيرې ستونزې جوړې كړي،د كابل ښار يو شمېر اوسيدونكو په دې اړه داسې وويل:

"موږ له ډيرو ليرې سيمو څخه پياده راغلي او د هر طرفه لارې بندې دي"

خو زمرى بشري وايي، چې د كابل نړېوال كنفرانس د افغانستان لپاره په تاريخي، اقتصادي او سياسي لحاظ ډير مهم دى او مهم نړېوال چارواكي په كې برخه اخلي نوځكه د ده په خبره د امنيت د ټينګښت لپاره يې امنيتي تدابيرسخت شوي دي.

د كورنيو چارو وزارت وياند وويل، چې د كابل ښار په ځينو سيمو كې چې لارې بنديږي خلكو ته له نورو لارو څخه ټرافيكي اسانتياوې برابرې شوي خو ده په عين حال كې د كابل ښار له اوسيدونكو نه په دې برخه كې د زغم او حوصلې غوښتنه وكړه.

دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي چې د كابل د نړېوال كنفرانس لپاره د افغان امنيتي ځواكونو له شديدو امنيتي تدابيرو سره سره د يكشنبې په ورځ د كابل ښار د مكروريانونو په سيمه كې ځان وژونكې حمله وشوه چې څلور ملكي وګړي يې ووژل او كابو څلويښت تنه نور يې ټپيان كړل.