په هند كې د دوو اورګاډو په ټكركې ګڼو خلكو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هند خبري رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد په ختیځه برخه کې د دوو اورګاډو د ټکر په پېښه کې د لسګونو مسافرو ژوند له خطر سره مخامخ دی، په پیښه کې تراوسه د څلویښتو تنو د مرګ خبر ورکړل شوی دی.

دا ټکر نن سهار وختي د کلکتې ښار په ۲۰۰ کیلومترۍ کې د سېنتیا په سټېشن کې وشوه، هندي تلویزیونو د هغو خلکو تصویرونه ښکاره کړل چې له اورګاډي څخه یې د ټپي شوېو کسانو د را اېستلو هڅه کوله.