د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن وايي، دا به له وخته مخکې وي که ووایو چې په افغانستان کې د ځواکونو ډیرول ګټور وو او کنه؟
ښاغلي بایډن پرون د امریکا یوه تلویزیوني چینل ته وویل، چې په افغانستان کې د ځواکونو زیاتول د شپږو میاشتو په موده کې یعنې تر راتلونکی میلادي میاشتې پورې نه بشپړیږي او اوس مهال په دې اړه ارزونه ډیره بې وخته ده.
د امریکا مرستیال ولسمشر وویل، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پریکړه هماغه شان چې ولسمشر اوباما د راتلونکي میلادي کال په جولای میاشت کې ورته وخت ټاکلي پر خپل ځای ده.
د هغو نظر پوښتنو له مخې چې د امریکا د ABC تلویزیون له خوا شوې د امریکا په سلو کې دری څلویښت خلک په دې نظر دي چې د افغانستان جګړه د دې ارزښت لري چې دوام ورکړل شي.