نور افغانستان د پاکستان له لارې هند سره سوداګري کولای شي

افغان او پاکستاني چارواکو د داسې یوه نوي تړون پر اړتیا هم توافق وکړ، چې له مخې به یې پاکستان افغانستان ته سمندر ته مخه ورکوي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د مهم تړون د لاسلیکولو په مراسمو کې د دواړو هېوادونو لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ریچارډ هولبروک وویل، د اسلام اباد او کابل نژدې کول، له پیله د ولسمشر اوباما د ادارې هدف واو دا د دواړو ګاونډېو هېوادو ترمنځ د نژدې کېدو یوه څرګنده نښه ده.

امریکايي چارواکي هیله من دي چې یاد شوی تړون به د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکاري پراخه کړي او افغانستان ته به د هند د ستر بازار لاره پرانیزي.

د لاسلیک شوی تړون له مخې د افغانستان دا هیله، چې هند ته د خپلو صادراتو د انتقال لپاره له پاکستانه ترانزیتي لاره غواړي ترسره کېږي.

پاکستان چې له هند سره زړه دښمني لري هندي صادراتو ته د واګه د حساس بندر له لارې افغانستان ته د تلو اجازه نه ورکوي، خو دواړو اړخونو پرون په خپله غونډه کې پرېکړه وکړه چې په دې اړه به په راتلونکي کې خبرې وکړي.

افغان او پاکستاني چارواکو د داسې یوه نوي تړون پر اړتیا هم توافق وکړ، چې له مخې به یې پاکستان افغانستان ته سمندر ته مخه ورکوي او افغانستان به پاکستان ته منځنۍ اسیا ته مستقیمه لاره ورکوي، د تړون له مخې د افغانستان او پاکستان د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګرۍ ګډې خونې هم جوړېږي.

امریکايي چارواکي وايي، پر دې تړون قسمي توافق وروسته له هغه ترلاسه شو چې د پاکستان پوځ د وسلو د قاچاق په برخه کې له وېرو سره سره هغه ومانه.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیتي سوداګرۍ تړون اوس د دواړو هېوادونو د پارلمانونو تصویب ته اړتیا لري، د کابل اواسلام اباد ترمنځ د تجارتي راکړې ورکړې کچه په کال کې له یو میلیارد ډالرو اوړي خو نړېوال بانک وايي، چې دا تجارتي اړیکي یواړخیز او ډېرد پاکستان په ګټه دي ځکه د افغانستان صادرات کم او واردات یې ډېر دي.

افغان چارواکي هیله لري، چې خپل هېواد د امنیتي حالت د ښېګڼې په صورت کې د هغه د ستراتیژیک موقعیت له امله د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا، منځني ختیځ او چین ترمنځ د سوداګرۍ په مهمه لاره بدل کړي.

کابل او اسلام اباد دا تړون په داسې حال کې لاسلیکوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلیري کلینټن په پاکستان کې ده او سبا د کابل په نړېوال کنفرانس کې د ګډون لپاره افغانستان ته ځي.

سیمې ته د مېرمن کلېنټن د سفر هدف دادی چې افغانستان او پاکستان له افراطي وسله والو ډلو سره په جګړه کې له یوبل سره همکارۍ ته وهڅوي.