فقیري: په کابل کنفرانس کې د ګډون لپاره د بهرنیو میلمانو د راتګ بهیر پیل شو

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد ظاهر فقیري

افغان چارواكي وايي، چې د كابل په نړيوال كنفرانس كې د ګډون په نيت، دې ښار ته د بهرنيو ميلمنو راتګ پيل شوى دى. ټاكل شوې ده، په دې كنفرانس کې د نړى د شپيتو هېوادونو او ملګروملتو استازى ګډون وكړي. په دې كنفرانس كې د ملګروملتو د سازمان عمومي منشي او د امريكا د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره هلري كلنټن او د ګڼ شمير اروپايي او ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران ګډون كوي.
په داسې حال كې چې د كابل نړيوال كنفرانس ته لږې ورځې پاتې دي، كابل د بهرنيو لوړپوړو چارواكو او ميلمنو هركلي ته ځان چمتو كوي.

كابل ته د ملګروملتو د سازمان د پلاوي او نورو بهرنيو ميلمنو راتګ، د يكشنبې له ورځې راهيسې پيل شوى دى.

د هسپانيې او فرانسې د بهرنيو چارو وزيران لومړي ميلمانه دي، چې له جمهور رييس حامد كرزى سره ليده كاته هم كوي.

د جمهوري رياست د ارګ منابعو ازادي راډيو ته وويل، چې د هسپانيې د بهرينو چارو وزير مېګرېل انګل موراپنوس د يكشنبې په ورځ مازيګر له جمهوررييس كرزي سره، د كابل په كنفرانس او د افغانستان د سولې په هڅو كې د هسپانيې د فعال ګډون په هكله خبرى كړي دي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير برنادر كوچنربل لوړ پوړی ميلمه دى، چې له جمهور رييس كرزى سره به ووينى.

د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند احمد ظاهرفقيري ازادي راډيو ته وويل، چې د پولنډ د بهرنيو چارو وزير هم كابل ته را رسيدلى او په پام كې ده، چې ګڼ شمېر نور ميلمانه سبا، كابل ته راورسيږي.

ښاغلي فقيري وويل، چې د كابل كنفرانس ته د ګډون كوونكو ميلمنو د راتګ لړۍ به د سې شنبى ترورځې پورې، چې د كنفرانس د جوړېدو ورځ ده، بشپړه شي.

د امريكا د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره هلري كلنټن، چې د كابل په كنفرانس كې د ګډون په نيت له واشنګتن څخه خوځيدلي، اوسمهال په سيمه كې ده او تمه ده، چې د يوې سترې ميلمنې په توګه په جوړېدونكي نړيوال كنفرانس كې ګډون وكړي.

د ملګروملتونو ځينو منابعو ويلي دي، چې كابل ته د ملګرو ملتو د سازمان د عمومي منشي بان كي مون، د ورتګ تياريانې هم نيول شوي دي.

په كابل كې جوړېدونكي كنفرانس ته امنتيي تدابير هم نيول شوي، خو په په دې ښار كې د يكشنبې د ورځى ځان وژونكي بريد، افغان او بهرنيو ځواكونو ته يوه نوې جټكه وركړه، ترڅو په لا هوښيارۍ او لادقت سره د كابل د كنفرانس امنيت خوندي كړي.

په پام كې ده، چې د سې شنبې ترورځې پورې د نړۍ د شپيته هېوادونو او ملګروملتو استازي كابل ته راشي او د هېواد پر اړتياو، د حكومت په ترتيب شوو طرحو او له بهرينو ځواكونو څخه افغان ځواكونو ته د امينتي چارو د سپارلو په څرنګوالي بحثونه ترسره كړي.