چارواكوپه سالنګ كې د طبيعي پېښو د زيانونو د مخنيوي په مقصد هڅې پيل كړي

د يكشنبې په ورځ د فوايدعامې او د ښار جوړولو د وزارتونو ترمنځ يو تړون لاسليك شو

افغان حكومت وايي، چې د سالنګ په سيمه كې د واورود ښوئيدو او په نورو طبيعي پېښوكې د زيانونو د مخنيوي په مقصد هڅې پيل شوي دي، چې په ياده شوې دره كې نوي استحكامات او تاسيسات جوړ كړي. په دې مناسبت د يكشنبې په ورځ د فوايدعامې او د ښار جوړولو د وزارتونو ترمنځ يو تړون لاسليك شو، د دې پروژې لګښت څه كم درې سوه ميليونه افغانۍ وښودل شو او د ژمي له را رسېدو د مخه به بشپړه شي.
د سالنګ په غره او دره كې، د طبيعي پېښو او واورو ښوئېدو د زيانونو د مخنيوي لپاره د نوېو تاسيساتو د جوړولو پروګرامونه په پام كې نيول شوي دي.

مسئولين وايي، چې د نوېو تاسيساتو د جوړولوهدف دادى چې په سالنګونو كې د مرګونې طبيعى پېښو په وړاندې، مخكې له مخكې تدابير ونيول شي.

په سالنګ كې د نوېو تاسيساتود جوړولو تړون د يكشنبې په ورځ په كابل د فواېد عامې او د ښار جوړولو د وزارتونو ترمنځ لاسليك
په سالنګ دره كې تېرژمى په كې واورو او توپانونو شاوخوا دوه سوه تنه مړه او ټپيان كړل
شو.

د فوايد عامې وزيرعبدالقدوس حميدي وويل، چې د سالنګ په ديارلسو سيمو كې به، د خدماتو پرسونل ته ودانۍ او مساپرو ته كلينكونه، د اوسېدو موقتي خونې، جومات او داسې نورجوړ شي:

(په پام كې ده، چې د سالنګ په ديارلسو سيموكې نوي تعميرونه جوړ او پخواني ترميم شي، ترڅو په طبيعي پېښو كې خلكو ته لازم خدمات ورسيږي.

د ژغورنې ګروپ به له مجهزو وسايلو سره د ژمي په موسم كې د مساپرو په خدمت كې وي.)

د فواېد عامې وزير وويل، د سيمي يو شمېرخلكو ته به په طبيعي پېښوكې د خدماتو د رسولو روزنيز پروګرامونه هم پيل شي.

چارواكو وويل، چې په دې پروژې به د دولت د بودېجې، څه كم درې سوه ميليونه افغانۍ ولګيږي.

د افغانستان د ښار جوړولو وزارت د دې پروژې بشپړېدل په غاړه اخيستي او په پام كې ده، چې په پنځه مياشتو كې يي سر ته ورسوي.

د ښار جوړولو سرپرست وزيرسلطان حسين حصاري وويل، دوي چمتو دي چې ورسپارل شوې پروژه پر ټاكلي وخت بشپړه كړي:

(موږ ټولې تياريانې بشپړې كړي دي او ټاكل شوې ده، چې په پنځه مياشتو كې يي د فوايد عامې وزارت ته وسپارو، په دې پروژه به د دولت څه كم درې سوه ميليونه افغانۍ ولګيږي.)

سالنګ هغه كږه وږه دره ده، چې كابل له شمالي ولايتونو سره نښلوي او هركال په كې د ژمي په موسم كې، د واورو د ښوئيدو او توپانونو له امله ګڼ شمېرخلكو ته مالي او ځاني زيانونه رسيږي.

تېر ژمى په كې واورو او توپانونو شاوخوا دوه سوه تنه مړه او ټپيان كړل، خو خلك وايي، ژمي ته لږه موده پاتې ده او دولت بايد دا اقدام مخكې كړى واى.