په فراه كې ۸ تنه تښتيدلي بنديان بيرته نيول شوي

په فراه ولايت كې چارواكي وايي چې اته تنه تښتيدلي بنديان يې بيرته نيولي اودنورو دنيولولپاره هڅې دوام لري.

د راپورونو پر اساس تېره شپه د فراه ولايت په زندان كې له چاودنې وروسته څه باندې شل تنه بنديان تښتيدلي دي، د فراه د والي مرستيال محمد يونس رسولي ازادۍ راډيو ته وويل، چې په دې توطيې كې طالبانو لاس درلود خو امنيتي ځواكونو ډير ژر وضع كنټرول كړه.

ده څرګنده كړه، چې څلور تنه تښتيدلي بنديان ټپيان شوي هم دي او د پاتې يوولسو تنو نورو د بيرته نيولو لپاره هلې ځلې دوام لري.