ايران لويديځ او اسراييل په زاهدان كې په ځان مرګو بريدو تورن كړ

ایران لویدیځ او اسراییل د سیستان- بلوچستان ولایت په زاهدان ښار کې د پنجشنبې ورځې په دوو ځان وژونکو حملو تورن کړل چې له امله یې شاوخوا اوه ویشت کسان ووژل شول.

د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزارت مرستیال علي عبداللهي د وینا له مخې دغه ړوند تروریستې عمل د نړۍ د مغرورو لویدیځو قدرتونو د مزدورانو له خوا تر سره شوی دی.

دغه بیانیه وروسته له هغه خپره شوه چې اروپایي اتحادیې، ملګرو ملتونو او متحد ایالاتو یوه جومات ته نژدې د پنجشنبې ورځې حملې
په کلکه وغندلې.

د ایران پولیس وایي، چې د دغوحملو په تور یې څلوېښت مشکوک کسان نیولې دي، چې ویل کیږي په دغو بمي چاودونو کې تر یوسلو شپېته زیات کسان ټپیان شول.