د افغانستان د كانونو وزارت وايي، چې كه د دوى پروګرامونه پلي شي نو د كانونو له دركه د افغان دولت عوايد به كال په كال لوړ شي.
دغه وزارت همداراز وايي، غواړي چې د كانونو د ويستلو په پروګرامونو كې د هېواد د مدني ټولنو د استازيو نظرونه هم وپوښتي.
د افغانستان د كانونو وزارت په همدې هدف د مدني ټولنو يو شمير استازيو ته د ” كړيز پرمختګ او اقتصادي بنسټونه “ په نوم ددغه وزارت راتلوونكى پلان توضيح كړى.
په داسې حال كې چې افغان دولت وايي، د كانونو ويستلو لپاره ځانګړي پروګرامونه په پام كې لري، د افغانستان د كانونو وزارت وايي، تر راتلونكو څلور كلونو پورې به افغانستان د كانونو له دركه له يو مليارډ ډالرو زيات عوايد ولري.
دغه خبري د افغانستان د كانونو وزير وحيد الله شهراني د شنبې په ورځ د مدني ټولنو استازو ته د خپلو راتلوونكو كلونو د پلان د تشريح كولو پر وخت وكړې.
ښاغلي شهراني وويل، دولت اوس له كانونو څخه يوازې شاوخوا پنځه ويشت مليونه ډالره عوايد لري خو دغه كچه به كال په كال لوړه شي:
”اوس مهال د دولت عوايد له ۲۰ څخه تر ۲۵ ميليونو ډالرو پورې دي، خو هغه پروګرامونه چې موږ يې د راتلوونكو ۵ څخه تر ۷ كالو پورې لرو، له ۳،۱ څخه تر ۷،۱ ميليارډو ډالرو پورې بايد پورته شي، دا خپله زموږ د مالي خپلواكۍ سره مرسته كوي.
كله چې توليد خپل وروستي حد ته ورسېږي په راتلوونكو څلور كالو كې، عوايد د ۲،۱ څخه تر ۵،۱ ميليارډ ډالرو پورې رسېږي، همدارنګه يو ۱۵ كلن مالي چوكاټ چې موږ جوړ كړى، تر ۱۵ كالو وروسته زموږ وړاندې وينه دا ده، چې د معادنونو له لارې به د دولت عوايد هر كال تر ۳،۵۰ ميليارډه ډالرو پورې ورسېږي.“
د كانونو وزير وويل، چې د مالي خپلواكۍ اساسي هدف، د شخصي پانګي اچونې پياوړتيا، د دولت د عوايدو غښتلتيا، په زرګونو كسانو ته د كارونو زمينه برابرېدل دي.
د افغانستان د كانونو وزير د كانونو په برخه كې د درېيو مياشتو كارې راپور د تشريح كولو په هدف د مدني ټولنې استازي راغوښتي وو.
نوموړي وويل، د خپلو پراختيايي پروګرامونو د پلانونو په طرح كولو كې به د دوى نظرونه په پام كې نيسي: ښاغلي شهراني وويل:
”د وروستيو پرمختګونو د مالوماتو د شريكولو لپاره، موږ په مخكې پروګرامونه لرو، كله چې د مدني ټولنې نظر واخيستل سي، دا زموږ سره د مالوماتو په غني كولو كې مرسته كوي، دوهم مدني ټولنه يوه ښه وسيله ده، چې د حكومت پيغام خلكو ته ورسوي، البته رسنۍ خپل رول لري او مدني ټولنه خپل.“
د كانونو د وزير په باور د افغانستان په بيلابيلو سيمو كې د ۳ تريليون ډالرو په ارزښت كانونه شته، چې د داوطلبۍ له لارې د ځينو دغو كانونو د ويستلو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي.
يو شمير كتونكي انتقاد كوي، چې د كانونو په برخه د افغان دولت چارې پڅې روانې دي او يوازې په دې توانيدلى چې د لوګر د عينك د مسو كان تړون له يوې چينايۍ كمپنۍ سره وكړي خو افغان چارواكي وايي، د ځينو نورو كانونو د ويستلو لپاره هم لومړني كارونه پيل شوي دي.
راپور: معصوم ميوند