د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هېواد کې د بېکارۍ کمولو هڅه کوي

د افغانستان د كار او ټولنيزو چارو وزارت په هېواد كې د لوږې او بې كارى د كچې د ټيټولو په هدف نن د ملګرو ملتونو له سازمان سره د غوره كار پروګرام تر سرليك لاندې تړون لاسليك كړ.

د كار او ټولنيزو چارو وزارت چارواكو د تړون د لاسليك پر مهال وويل، چې په هېواد كې د كارموندنې په هدف هڅې روانې دي.

په پام كې ده، چې دغه پروژه تر راتلونكو پنځو كلونو په ټول هېواد كې پلې شي.