د نورستان په برګ مټال ولسوالۍ کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

د نورستان ولايت چارواكي وايي، د يو شمېر بهرنيو اتباعو په ګډون په سلګونو وسلوالو مخالفينو د دغه ولايت د برګ مټال ولسوالۍ پر امنيتي پوستو له بريد وروسته وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د برګ مټال ولسوال مولوي محمد اسمعيل وايي، په دې جګړه كې شاوخوا يولس وسلوال مخالفين مړه او ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا شاوخوا ۱۲۰۰ طالبانو چې عربان، پاكستانيان او چيچنيايان په كې شامل و، نن سهار د برګ مټال ولسوالۍ په اړوندو امنيتي پوستو حمله وكړه.

نوموړي له دولت څخه وغوښتل، چې ژر تر ژره له سيمه يېزو امنيتي ځواكونو سره مرسته وكړي.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

برګ مټال ولسوالۍ يو ځلې پخوا هم وسلوالو طالبانو نيولې وه.