د امریکا د متحده ایالاتو د عمومي پلټنې د ادارې مشر چې کارکوونکي یې د افغانستان د بیا رغووني د پرګرام لپاره د امریکا په ۵۱ میلیاردو ډالرو کې د درغلیو، بې ځایه لګښتونو او ناوړه ګټې اخیستنې په اړه څیړنه کوي، د کارونو له شفافیت څخه راضي نه بریښي.
د امریکا د حکومت د مالي کنټرول شوری چې د افغانستان د بیا رغوونې د لګښتونو په اړه یې معلومات راټول کړي، د متحده ایالاتو له لوي څارنوال ایرک هولډر څخه یې غوښتي، چې د افغانستان د بیارغووني د څارونکو د قانون عملي کولو صلاحیتونه دې بند او یا هم لغوه کړي.