امنيتي ځواكونو ته خپل مسوليت سپارل د كابل كنفرانس يوله مهمو موضعګانو څخه دى

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي

د افغانستان د دفاع وزارت په پام كې لري، چې د كابل په نړېوال كنفرانس كې افغان امنيتي ځواكونو ته د امنيت د ټينګښت د چارو د سپارلو طرحه وړاندې كړي. د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي وايي، چې دغه طرحه د امنيتي ارګانونو او نړېوالې ټولنې له خوا په ګډه جوړه شوې ده.
د كابل په نړېوال كنفرانس كې چې په پام كې دى، راتلونكې سې شنبې په كابل كې جوړ شي، افغان دولت به افغان امنيتي ځواكونو ته د امنيت د چارو د مسوليت د چارو د سپارلو په اړه يوه طرحه وړاندې كړي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي وايي، چې دغه طرحه افغان امنيتي ارګانونو او نړېوالې ټولنې له خوا په ګډه جوړه شوې ده.

ښاغلي عظيمي د دغې طرحې په اړه نور جزييات ورنه كړل، خو ويي ويل، چې دا د افغانانوغوښتنه ده، چې افغان ځواكونو ته د امنيت د چارو سپارل په تدريجي توګه پيل شي.

ښاغلي عظيمي وويل، چې كه څه هم دغه طرحه بشپړه شوې نه ده، خو په دې طرحې كې به د امنيت اساسي اړتياوې او ظرفيتونه وڅېړل شي:

(مهمترين مسايل، چې په كابل كنفرانس كې به مطرح شي افغان امنيتي ځواكونو ته د امنيت د ټينګښت د چارو د سپارلو طرحه ده ، چې دغه مشخصه طرحه د افغان ولسمشر او نړيوالې ټولنې له خوا په ګډه جوړه شوې ده.

موږ به په دې طرحې كې ووايو، چې څومره امكاناتو، څومره كميت او ظرفيت ته اړتيا لرو، تر څو افغان امنيتي ځواكونو ته امنيتي چارې وسپارل شي، طرحه بشپړه شوې نه ده، خو چې كله كنفرانس پيل شي نو دغه طرحه چې په ګډه موږ او نړېوالې ټولنې جوړه كړې مطرح به يي كړو.)

ټاكل شوې، چې كابل كنفرانس به په راتلونكې سې شنبه په كابل كې جوړ شي، په دې كنفرانس كې به د شاوخوا ۴۲ هېوادونواستازي او همدا راز ملګرو ملتونو د سرمنشي بانكي مون او د امريكا د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزيرې هېلري كلېټن په ګډون د نړېوالو مرسته كوونكو موسسو شپېته استازي ګډون وكړي.

ويل كيږي، چې افغان دولت به په دې كنفرانس كې د ملي اردو په روزنه او پياوړتيا اوافغان ځواكونو ته په تدريجي توګه د امنيت په سپارلو ټينګار وكړي.

د ملي امنيت د رياست وياند سعيد انصاري د كابل كنفرانس لپاره د امنيتي تيارېو په اړه وويل:

(نوروامنيتي ارګانونو ته ورته د ملي امنيت رياست هم د كابل كنفرانس د جوړېدو لپاره د كشفي او اطلاعاتي ميتودونو په درلودلو سره د امنيت د ټينګښټ لپاره مشخص پلانونه په پام كې نيولي، موږ تمه لرو چې دغه كنفرانس په بريالۍ توګه پاى ته ورسيږي.)

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت شاوخوا ۱۲ زره پوليس د كابل كنفرانس د امنيت د ټينګښت لپاره د كابل ښار په بېلابېلو سيمو كې ځاى پر ځاى كړي دي.

د كابل نړېوال كنفرانس د جوړېدو د مودې په نږدې كېدو سره د امنيتي ارګانونو له خوا په كابل ښار كې امنيتي ګزمې پيل شوي دي.

د امنيتي ارګانونو د تيارېو تر څنګ ترافيك، كابل ښاروالۍ او نور ارګانونه هم د كابل ښار د پاكوالي په برخه كې جدي هڅې كوي.

د دې هېواد خلك تمه لري، چې په دې كنفرانس كې هم د امنيت د ټينګښت له پلوه او هم د اقتصاد د ښه والي له پلوه غوره پرېكړې وشي.

خبرياله : ماريا صديقي