ناټوپه افغانستان كې د اطلاعاتو د شركېدولپاره کمپیوټري شبکې جوړوي

ناټو په افغانستان کې د خپلو غړېو هېوادونو د پوځیانو ترمنځ د اطلاعاتو د شریکیدو لپاره د کمپیوټري شبکې د جوړېدو اعلان وکړ. دا نوې شبکه دیرش میلیونه یورو ارزښت لري. په هاګ کې د ناټو یوه چارواکي تورن جنرال ( لیوناردو دي مارکو) خبریالانو ته د پنجشنبې په ورځ وویل، له دې هیسته به موږ یو ماموریت لرو، یوه شبکه به لرو، د رسنیو یو مرکز به لرو.
تورن جنرال مارکو چې د ناټوپه مرکزکې د افغانستان ماموریت مرستیال دی زیاته کړه، چې د افغانستان د ماموریت شبکه چې پخوا د هېوادونو او سیمې په کچه اطلاعات راټولول اوس ټول سره یوځای شوې دي.

جنرال مارکو بیا وویل، په افغانستان کې مخکې د هرقوماندان مخې ته لږترلږه دوه درې کمپیوټره پر میز ایښې وو، یو په ملي سطحه، بل په سیمه ایزه کچه او درېم د ایساف د ځواکونو تر منځ د اړیکو لپاره خو اوس به دغه اطلاعات به په منظم ډول له یوې شبکې بلې ته انتقالیږي.

د ناټوپه وینا د افغانستان د ماموریت نوې کمپیوټري شبکه به اطلاعات ژراو په وخت تبادله کوي هم به استخباراتي معلومات خپروي او هم به د جګړې د ډګر رپوټونه خپروي چې فلم به یې اخیستل شوی وي.

تورن جنرا ل مارکو په دې باور دی چې نوی کمپیوټري شبکه به په افغانستان کې د دوی د پوځیانو تلفات لږ کړي ځکه چې له یوه بله به په وخت خبریږي.

د ناټو د تخنیکي برخې مسوول (جورجس دی هولیندر) وویل، په افغانستان کې د ناټو د نوې کمپیوټري شبکې په یوازې فعالولو لس میلیونه ایرو ولګیدې او اوس سم کار کوي او د را روان کال ترجولای پورې به تقریبا دیرش میلیونه ایرو پرې مصرف شي.