د كندهار چارواكي وايي، چې د دغه ولايت په ميوند ولسوالۍ كې يوه ډله ډاكټران نامعلومو وسلوالو تښتولې ده.
د كندهار د والي وياند زلمي ايوبي ازادۍ راډيو ته وويل، چې دغه 6 كسيزه ډله پرون وسلوالو تښتولې او د دوى يو چوكيدار بيرته خوشې شوى دى.
نوموړي له قومي مشرانو او عامو خلكو وغوښتل، چي د دغه ډاكټرانو په خوشې كولو كې مرسته وكړي.
د يوه بل خبر له مخې، د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، د پكتيكا ولايت د يحى خيلو په ولسوالۍ كې څلور تنه د خپلو چاوديدونكو موادو په چاودنه كې وژل شوى دى.
همدغه وزارت په يوه بله اعلاميه كې وايي، چې وسلوالو مخالفينو په لوګر ولايت كې يو پخوانۍ امنيتي كاركوونكى او د هغه ورور يې وژلي دي او د دوى د كورنۍ درې تنه غړي يې ژوبل كړي دي.