په كندهار كې د عامې روغتيا ۴ كاركونكي تښتول شوي

د عامې روغتيا د وزارت سرپرستې ثريا دليل

د افغانستان دعامې روغتيا وزارت وايي، چې د دوى روغتيايي كاركوونكي د چهارشنبې په ورځ مازديګرد ميوند ولسوالۍ اود كندهارد ښار ترمنځ لاره كې د ناپيژندل شوېو كسانو له خوا نامعلوم ځاى ته ليږدول شوي دي، تر اوسه د تښتول شوېو په هكله معلومات نه دي تر لاسه شوي، خو دعامې روغتيا وزارت هڅه كوي چې د كندهارد خلكو په مرسته تښتول شوي بيرته راخوشې شي.
د كندهارپه ولايت كې د روانو نا امنېو په لړ كې دا خبر هم خپورشوى، چې د عامې روغتيا د وزارت څلورتنه كوونكي نا معلومو كسانو تښتولي دي، د عامې روغتيا وزارت وايي، چې د دوى درې تنه مسلكي غړي او يو موټر چلونكى د چهارشنبې په ورځ د ميوند ولسوالۍ او د كندهار د ښار ترمنځ تښتول شوى دى.

د عامې روغتيا د وزارت سرپرستې ثريا دليل د پنجشنبې په ورځ له په يوې خبري ناسته كې له تښتوونكو وغوښتل، چې د دوى روغتيايي كاركوونكى دې خوشي شي:

"موږله هغو كسانو څخه چې دا عمل يې ترسره كړى هيله كوو، چې دا روغتيايي كاركوونكى خوشې كړي، ترڅو خلكو ته انساني خدمات ورسوي.

همدارنګه له سپين ږيرو، مخورو او له كورنيو او بهرنيو ادارو هم غواړو چې پر مخالفينو زور واچوي، چې د عامې روغتيا د كار كوونكو له تښتونې لاس واخلي او دا خدمات نيمګړې نه كړي."

سربيره پردې د كندهار د والي وياند زلمي ايوبي ازادۍ راډيو ته ويلي دي چې تېره ورځ نا پيژندل شوېو وسله والو، شپږ تنه نورهم تښتولي چې له دې ډلې يې تراوسه پورې يوازې يو څوكېدارخوشې كړى دى.

د عامې روغتيا وزارت د كاركوونكو د تښتونې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستى خو چارواكي وايي، چې دا كارونه زياتره وسله وال مخالفين ترسره كوي.

د كندهار په ولايت كې پخوا تردې هم د عامې روغتيا د وزارت شاوخوا سل تنه مسلكي غړي، د دولت وسله والو مخالفينو تښتولى و چې د كندهار ولايت د سپين ږيرواو قومي مشرانو په منځګړيتوب را خوشى شوى و.

د عامې روغتيا وزارت وايي، چې د دوى مسلكي كار كوونكى، په بشپړې بې طرفى سره، د هېواد په ګوټ ګوټ د خلكوخدمت كوي او داسې چلند كېداى شي چې خلكو ته د روغتيايي خدماتو رسول ټكني كړي.