په كابل كې د بريتانيې سفير ويليم پتي دا څرګندونې د افغان حكومت د هغې پريكړې په غبرګون كې وكړې چې د ملي پوليسو ترڅنګ بايد محلي پوليس هم رامنځ ته شي.
هغه د پنجشنبې په ورځ په كابل كې په يوه خبري كنفرانس كې په افغانستان كې د سولې له هلوځلو هم ملاتړ وكړ او هيله يې وښوده چې د وسله والو مخالفينو د لسو تنو مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تورلست څخه لرې شي چې وړاندېز يې شوى.
د افغان حكومت له خوا د محلي پوليسو د رامنځ ته كولو له پريكړې وروسته په كابل كې د بريتانيې سفير له دې طرحې څخه ملاتړ وكړاو ويي ويل، چې د ملي پوليسو د پياوړي كولو تر څنګ په لنډ مهال كې محلي پوليس هم د امنيت په ټينګښت كې مهم رول لوبوي.
په كابل كې د بريتانيې سفير ويليم پتي د پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، چې هېواد يې د افغان ملي پوليسو د پياوړي كولو په برخه كې ژمن دى او هڅه كوي چې افغانستان په اوږد مهال كې مسلكي او منظم پوليس ولري.
ښاغلي پتي ټينګار وكړ، چې په لنډ مهال كې بايد له محلي پوليسوڅخه په افغانستان كې د سيمو د امنيت په ټينګښت كې ډيره ګټه پورته شي:
"د خلكو له ځواك څخه ګټه اخيستل د دوى د ساتنې لپاره په ډيرو هېوادونو كې نتيجه وركړې له دې كارڅخه هدف د مليشو رامنځ ته كول نه دي دا ځواكونه به د كورنيو چارو وزارت او د ولسواليو د امنېي قومندانيو تر نظر لاندې فعاليت وكړي، دغه راز دوى ته د كورنيوچارو وزارت له خوا تنخواوې وركول كيږي."
په كابل كې د بريتانيې سفير وروسته ترهغې دا څرګندونې كوي چې د افغانستان د ملي امنيت شورا د چهارشنبې ورځې په غونډه كې چې ولسمشركرزي يې مشري كوله د محلي پوليسو د رامنځ ته كولوطرح ومنل شوه او د كورنيو چارو وزارت وګمارل شوچې د دې ځواكونو تشكيلات جوړ كړي.
په دې غونډه كې د كابينې د يو شمېر غړو سربيره په افغانستان كې د نړېوالو ځواكونوعمومي قومندان جنرال ډيويډ پتريوس او دغه راز په كابل كې د امريكا سفيركارل ايكن بيري هم برخه اخيستې وه.
د افغان حكومت د دې پريكړې پراساس د افغانستان په هغوسيموكې چې افغان او نړېوال ځواكونه په كې حضور نه لري محلي پوليس ګمارل كيږي چې خپلې سيمې وساتي او له خپلو خلكو دفاع وكړي.
په عين حال كې په كابل كې د بريتانيې سفير د افغان حكومت له هغه وړانديزڅخه هم ملاتړ وكړ چې د وسله والو مخالفينو د يو شمېر مشرانو نومونه دې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تورلست څخه لري شي، ويليم پتي هيله وښوده چې دا كار د كابل له نړېوال كنفرانس څخه مخكې ترسره شي:
"ګمان نه كوم چې په يو وار د ټولو طالب مشرانو نومونه د امنيت شورا له تورلست څخه لري شي موږ د افغان حكومت له دې وړانديز نه چې د لسو تنو طالب مشرانو نومونه دې له تورلست څخه لري شي ملاتړ كوو، هيله من يو چې د دوى نومونه د كابل د كنفرانس له جوړېدو مخكې له تور لست نه لري شي."
داسې راپورونه خپاره شول چې ولسمشر كرزي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تورلست څخه د وسله والو طالبانو د پنځوس تنو مشرانو د نومونو د لرې كولوغوښتنه كړې خو دا راپورونه لا تر اوسه نه دي تاييد شوي.
افغان حكومت په داسې حال كې د محلي پوليسو د رامنځ ته كولو پريكړه كړې چې په افغانستان كې د نړېوالو ځواكونوعمومي قومندان امريكايي جنرال ډيويډ پتريوس په دې وروستيو كې ويلي وو، چې د افغان دولت له وسله والومخالفينو سره مقابلې لپاره محلي پوليسو ته اړتيا شته خو ولسمشر كرزي له دې طرحې سره مخالفت څرګند كړى وو.
په افغانستان كې د مجاهدينو له بريا مخكې هم والې مليشې تجربه شوي چې د ډير شمېر پوځي كارپوهانو په خبره وروسته چې څومره ستونزې پيدا شوې اصلي علت يې د همدغو وسله والو مليشو او ډلو موجوديت وو،خو ويل شوي چې محلي پوليس به مليشې نه وي او فعاليتونه به يې د افغانستان د كورنيو چارو وزارت له خوا تنظيم او جدي وڅارل شي.