بريتانيا:د كابل كنفرانس به برياليتوب سره ترسره شي

په افغانستان كې د بريتانيا سفير وايي، چي هېواد يې د كابل د نړېوال كنفرانس څخه ملاتړ كوي او هيله لري چې دا كنفرانس په برياليتوب سره ترسره شي.

ويليام پتي نن په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې د بريتانيې د بهرنيو چارو له وزير سره يو ځاى يو لوړ رتبه دولتي پلاوى هم په دغه كنفرانس كې ګډون كوي.

ده وويل، چې بريتانيا له همدا اوس څخه د افغانستان د پراختيايي پروګرامونو لپاره مرستې ځانګړي كړي، خو دى وايي، چې د كابل په نړېوال كنفرانس كې به د نوو مرستو ژمنې ونه كړي:

” په دې كنفرانس كې د مرسته كوونكو له خوا مرستې نه اعلانيږي، ځكه تر دې مخكې لا مرسته كوونكو چې په افغانستان كې د ملكي برخو سره كومې مرستې په وس كې وې ژمني يې كړي دي.

په دغه كنفرانس كې به پر دې بحث وشي چې پيسې څنګه لګول كېږي او څنګه لومړيتوبونه په پام كې نيول كېږي.“

ټاكل شوې چې د كابل نړېوال كنفرانس د راتلوونكې سې شنبې په ورځ پيل شي چې د ۶۰ هېوادونو او نړېوالو سازمانونو استازي او د ملګرو ملتونو سرمنشي بانكي مون به هم په كې ګډون وكړي.