د ملګروملتونو د جرمونو او نشه يي توكو پرضد ادارې وروستۍ سروې ښيي چې په افغانستان كې يوميليون خلك په نشه يي توكو روږدي دي.
افغان دولت هم په نشه يي توكو د روږدو كسانو د شمېرپه زياتوالې سخته اندېښنه ښودلې او واېې، چې دوي په يواځې توګه د نشه يي توكو د روږدوكسانو د درملنې توان نه لري.
د افغان دولت او نړېوالې ټولنې له څو كلونو هڅو سره سره اوس هم افغانستان د نړۍ د مخدره موادو تر ټولو ستر هېواد بلل كيږي.
په دې وروستيو كې په افغانستان كې د مخدره موادو د كر له ستونزې سربيره په دغو موادو د روږدو كسانو د شمېر د ډېرېدو له امله هم اندېښنې را څرګندې شوي دي.
په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د نشه يي توكو او جرمونو پر ضد د مبارزې اداره واېې چې اوس مهال په افغانستان كې يو ميليون وګړې چې عمرونه يي د پنځلسو او څلور شپيتو كلونو تر منځ دي پر نشه يي توكو روږدي دي.
په كابل كې د ملګرو ملتونو د نشه يي توكو او جرمونو پر ضد د ادارې استازې سارا چي په دي هېواد كې د نشه يي توكو د روږدو كسانو په اړه شوي سروې اعلانوله وويل، چې په افغانستان كې ښځې او ماشومان هم په نشه يي توكو روږدي دي چې دا دوي ته ډيره د اندېښنې وړ ده.
ميرمن سارا په افغانستان كې د نشه يي توكو د روږدو كسانو د شمېر په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل چې بايد په دې برخه كې جدي مرستې وشي:
"په افغانستان كې د يو،ان، او، ډي، سي يا د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه يي توكو پرضد د مبارزې اداره په دې هېواد كې د روږدو كسانود شمېرپه اړه په كلكه اندېښنه كوي په لمړي پړاو كې بايد په دې هېواد كې د روږدو كسانو لپاره د درملنې لپاره مركزونه جوړشي."
په افغانستان كې نه يواځې د نشه يي توكو د روږدو كسانو د درملنې لپاره يو لړ ګامونه اوچت شوي بلكي له څو كلونو راهيسې په دې هېواد كې د نشه يي توكو د كښت او توليد لپاره مبارزه هم روانه ده، خو د چارو كارپوهان په افغانستان كې د نشه يي توكو پر وړاندې روانه مبارزه گټوره نه بولې.
سره له دې چې افغانستان او په ځانګړې توګه جنوبي سيمې يې د نړۍ مخدره موادو د توليد په مركز بدلې شوي، خو چارواكي وايي افغانان د دغو موادو د كاروبار يوازې درې فيصده اقتصادي ګټه راخپلوي او نورې ټولې د نړېوالې مافيا جيبونو ته ځي.
د نشه يي توكو پرضد د مبارزي وزارت وياند زلمى افضلي واېي، په هېواد كې د نشه يي توكو په كر او توليد كې نړېواله مافيا لاس لرې نو بايد نړېواله ټولنه له افغان دولت سره په په ګډه په دې هېواد كي د نشه يې توكو په وړاندې مبارزه كې برخه واخلې.
د افضلي په وينا افغانستان ځكه د نشه يي توكو د كر او توليد لوى مركز دى چې له افغانستان څخه د باندې د نشه توكو بازار ګرم او تقاضا ورته ډيره ده.
نوموړي انتقاد كوي او وايي، هغه هېوادونه چې په افغانستان كې حضور لري په دې هېواد كي يي د نشه يي توكو پر ضد روانه مبارزه يواځې د امريكا او بريتانيا په غاړه اچولې او دوي هيڅ راز ونډه نه په كې اخلي.
ښاغلي افضلي زياته كړه، كه چېرې نور اروپايي هېوادونه په دې مبارزه كې شريك شي نو په ډيره كمه موده كې به دا هېواد د نشه يي توكو له كر څخه خلاص كړي.
د نشه يي توكو د كر په مخينوي كې يواځې د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې وزارت ونډه نه لري، بلكې په دې مبارزه كې د افغانستان د كورنيو چارو وزارت ډير مهم رول لري.
د نوموړي وزارت وياند زمري بشري واېي، چې د نشه يي توكو پر ضد مبارزه يي د پوليسو او خلكو په مرسته په جدي توګه پر مخ روانه ده او تر اوسه پوري په دې برخه كې يواځې په روان كال كې لس پوليس وژل شوي او ټپيان دي.
د بشري په وينا پوليس ځواكونو ته دغه مرګ ژوبله د افغانستان په بېلا بېلو سيمو كې اوښتي ده، خو نوموړي وويل چې په روان كال كې پوليسو د نشه يي توكو پر وړاندې مبارزه كې ډيرې لاس ته راوړنې هم درلودې.
د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې وزارت واېې، كه چېرې نړېواله ټولنه په ګډه له افغانستان سره د نشه يي توكو د كر د مخنيوي په برخه كې مرسته وكړې نو دوي په كال كې د دې مبارزې لپاره له يو څخه تر دوه مليارد ډالرو ته اړتيا ده.
افغانان ولې نشه يي توكې كري؟ او د څومره كلونو راهيسي د تارياكو په كښت مصروف دي، دا پوښتنې د كندهار ولايت څو تنه بزګران ځوابوي.
دوي واېې، چې افغان دولت د تارياك اړولو په برخه له بزګرانو سره د مور او مېرې چلند كوي، خو د افغان دولت مسوله ارګانونه بيا واېې چې چې د تارياكو د كښتونو په له منځه وړلو كې جدي دي او دا كار به پرته له كومه توپيره وكړي.
دوي وايې، ځكه چې په افغانستان كې ورځ تر بلې په نشه يي توكو د افغانانو روږدي كيدل زياتيږي او د دې ترڅنګ ېې د نشه يي موادو كر د وسلوالو مخالفينو لپاره يوه مالي سرچينه هم ده.
د افغانستان د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې وزارت واېي، چې دوي په پام كې لري په نږدې راتلونكې كې د روږدو كسانو د درملنې لپاره په اوو زونونو كې روغتونونه جوړ كړې چې اوس مهال يواځې په دې برخه كې د روږدو كسانو د درملنې مركزونه شته دي.
د افغانستان د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې وزارت چارواكي دا هم واېې چې دوي په دې هېواد كې د نشه يي توكو د كر پر وړاندې مبارزه ګړندۍ كړي چې د روان كال تر پايه به د نشه يي توكو كر په در ويشت ولايتونو كې صفر ته را ټيټ كړي.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت چې افغان پوليس په ځانګړې توګه د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پوليس همدا راز پوره درندې وسلې زرهي موټر او هوايي ځواك نه لري، هغه څه چې د مخدره موادو پر ضد مبارزې كې ورته اړتيا ليدل كيږي.
خبرياله : ذكيه غياثي