د امریکا د دفاع وزارت د افغان دولت له خوا د هېواد په مختلفو برخو کې د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره د محلي پولیسو د جوړولو د پریکړې ملاتړ کړی دی او دا ګام يې د امنیت د ټینګښت لپاره یو موقت حل بللې دی.
د فرانسې خبري اژانس د پنتاګون د ویاند جیف موریل په حواله وايي، چې دا د اوس وخت لپاره یو مناسب حل دی ځکه چې افغان دولت دا مهال کافي پولیس نه لري څو د ټولو ګڼ میشتو سیمو امنیت وساتي .
د متحده ایالاتو د دفاع د وزارت ویاند وویل، د پولیسو دغه محلي ځواک به د افغان حکومت له خوا تشکیلیږي، حکومت به ورته تنخوا ورکوي او د پولیسو رسمي یونیفورم به ولري.
د نوموړي په وینا دا محلي پولیس په داسې حال کې تشکیلیږي چې افغان حکومت او نړېوال متحدان يې د افغان امنیتي ځواکونو د شمېر زیاتوالي او روزنې ته زور ورکړی دی.
د افغانستان د جمهوري ریاست له خوا تېرماښام په خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د افغان ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ په ارګ کې د چهارشنبې په ورځ یوه لوړ رتبه امنیتي غونډه جوړه شوه چې په کې د محلي پولیسو د جوړولو پر وړانديز موافقه وشوه.
د اعلامیه له مخې د محلي پولیسو د جوړولو وړانديز د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي او د ولسمشر سلا کار معصوم ستانکزي وړاندې کړ.
په دې امنیتي غونډه کې د لوړ رتبه افغان امنیتي مقاماتو په گډون په افغانستان کې د امریکاي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډیویډ پیتریوس او په کابل کې د امریکا سفیر ګډون کړی وه او د کورنیو چارو د وزارت په چوکاټ کې د محلي پولیسو د جوړولو د پیشنهاد پر مختلفو اړخونو يې غور و بحث وکړ.
د افغانستان په جنوب کې کې د برېتانوي ځواکونو قومندان له دې نه مخکې ویلي وو، چې دوي د یوې پراخې او ګڼ میشتې سیمې د امنیت ساتلو له چیلینج سره مخامخ دي او د تورن جنرال نیک کارتر په وینا برېتانوي او د ناټو نور ځواکونه نه شي کولای چې ټولو سیمو ته ورسیږي.
د اسوشیټیډ پریس اژانس په وینا په افغانستان کې د محلي پولیسو جوړول په عراق کې د بیدارتیا په نامه د سنې وسله والو ډلو تشکلیل ته ورته دی.
په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو اوسني قومندان جنرال پیتریوس په عراق کې د خپل دغه شان پلان له مخې د سني مذهبه مشرانو په ملاتړ وسله وال د حکومت تر سیوري لاندې راټول کړه چې په نتیجه کې يې دغلته د مخالفانو حملې تر ډیره حده کمې شوې، خو د اسوشیټیډ پریس اژانس په وینا په افغانستان کې بیا د دې مسلې په اړه اندېښنې موجودې دي.
کتونکي وايي، هسې نه چې د محلي وسله والو څخه جوړیدونکې د پولیسو دا ځواک د حکومت له کنټرول ووځي او د جګړه مارانو تر قومندې لاندې راشي.
دغه راز دا اندېښه هم شته چې د محلي پولیسو جوړېدل به کېداى شي په افغانستان کې چې له تېرو دیرشو کلونو جګړو ځپلی دی د قومي ډلو تر منځ شخړې او رقابت را وپاروي.