امريكا: له افغانستان سره به په دوامداره توګه مرستې كيږي

د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارډ هولبروک وايي، په دغه هېواد کې د امریکا د محاربوي سرتېرو د موجودیت تر څنګ به د متحده ایالاتو د کانګرس په ملاتړ له افغانستان سره په دوام داره توګه اقتصادي مرستې هم کیږي.

هولبروک چې د امریکا د کانګرس د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته يې څرګندونې کولی وویل د نړېوالې ټولنې له پراخ او دوام داره ملاتړ او مرستو پرته په افغانستان کې پرمختګ نا ممکنه دی،هغه وویل:

(په افغانستان کې هغه مهال پرمختګ ممکن دی چې د متحده ایالاتو په مشرۍ نړېواله ټولنه د محاربوي ځواکونو تر څنګ په نورو برخو کې هم د دغه هېواد په اړه د خپلو ژمنو پر ځای کولو ته دوام ورکړي.)

ریچارډ هولبروک وویل، دا د افغان دولت وظیفه ده چې کامیابۍ ترلاسه کړي ځکه چې نړېواله ټولنه یوازې مرسته ورسره کولی شي.