جاپان حكومت د افغانستان په درېيو ولايتونو كې د پوهنې د پراختيا او په ښځو كې د فقر د له منځه وړلو له درېيو پروژو سره څه باندې يو ميليون ډالره بلاعوضه مرسته وكړه.
د دغو پروژو تړون چې په كندز، تخار او باميان ولايتونو كې پلي كيږي، د چهار شنبې په ورځ په جاپان سفارت كې لاسليك شوې.
په كابل كې د جاپان سفارت د افغانستان د بيارغونې په برخه كې د مرستو په لړ كې، د پوهنې د پراختيا او په ښځو كې د لوږې د له منځه وړلو په برخه كې د درېيو نويو پروژو قراردادونه د دوو ولايتونو د دارالمعلمينو موسسو او يوې غير دولتي موسسې سره لاسليك كړې.
د جاپان سفير شيګيوګي هيروګي د چهار شنبې په ورځ د دغو پروژو د قراردادونو د لاسليك كولو په وخت خبريالانو ته وويل، دغه پروژې د پوهنې د پراختيا په برخه كې په تخار او كندز ولايتونو كې او په ښځو كې د لوږې د له منځه وړلو پروژه په باميانو ولايت كې پلې كيږي.
په كابل كې د جاپان سفير شيګوګي هيروګي وويل، چې د دغو درېيو ولايتونو ډېر شمېر اوسيدونكي به له دغو پروژو څخه ګټه واخلي:
"د دې پروژو نه به د دوه زره او څلور سوه په شاوخوا كي ښونكي او د پينځه شپيته زره په شاوخوا كې محصلين او زده كونكي د تخار او كندوز په ولايتونو كې ګټه واخلي.
د نن ورځي د تړون د لاسليكيدو د مراسمو په ترڅ همدا راز يوه پروژه د باميان د بيوزله ښځو د اقتصادي حالت د ښه كيدو پخاطر په پام كې نيول سوې ده چې كولاى سي د باميان ولايت د څلور سوه ښځو د و ژوند په ښۀ والي كې مرسته وكړي."
په افغانستان كې د جاپان سفارت چارواكو وويل، چې دغه پروژې په افغانستان كې د اساسي لومړيتوبونو له مخې پلي كيږي.
په پام كې ده، چې له دغو پروژو څخه په ګټې اخيستنې سره د پوهنې پروګرامونه پياوړي شي او په عين حال كې په باميانو ولايت كې د بې سرپرسته مېرمنو لپاره د حرفه يي زده كړو زمينه برابره شي.
په تخار ولايت كې د پوهنې د پراختيا د پروژې د پلي كوونكې يوې موسسې رِيس وويل، چې په افغانستان كې د پوهنې په برخه كې ډېر مرستې وشي.
"په تاسف سره د افغانستان په تاريخ كې د هيواد دشاته پاته كيدو يو لامل د افغانستان معارف ته نه پاملرنه ده. زما غوښتنه دا ده چې نړيواله ټولنه موږ يوازي پرينږدي او موږ سره تل مرسته و كړي څو موږ هم د جاپان او يا هم ګاونډيو هيوادونو غوندي په خپلو پښو و دريږو."
نوموړي د افغانستان په لرو پرتو سيمو كې د پوهنې د پراختيا په برخه كې د جدې پاملرنې غوښتنه وكړه.
جاپان د تير ميلادي كال په وروستيو كې له افغانستان سره د پنځه ميليارد ډالرو د مرستې اعلام وكړ ، چې تر راتلونكو پنځو كلونو پورې به ولګول شي.
خو يو شمير افغانان شكايت كوي ، چې نړيوالې مرستې په سمه توګه نه لګول كيږي او همداراز پروژې په بې كيفيته توګه پلي كيږي .