د افغانستان دولت وايي په هيواد كې يې د كرنې او كليو د پراختيا په برخه كې د خپلو پروګرامونو د تطبيق لپاره د كابل په كنفرانس كې د دريو مليارډو ډالرو مرسته وغواړي.
د افغانستان د كرني وزير محمد آصف رحيمي نن په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، چي دغه پروګرامونه په څلور مهمو برخو كې ترتيب شوي دي.
د نوموړي په وينا د طبعي سرچينو، تنظيم، د كرنيز توليد د حاصلخيزۍ زياتول، د كليو د سړكونو او مواصلاتي لارو جوړول او د كوپراتيفونو سيمه ايزو شوراګانو تقويه كول د دې پروګرامونو مهمې برخې دي.
د كرني او اوبو لګولو د وزارت د معلوماتو له مخې د كابل د نړيوال كنفرانس لپاره چې راتلونكې سې شنبې به جوړ شي، د يادو شويو پروګرامونو د جولوړ په كړۍ كې څلورو سكتوري وزارتونه برخه اخيستې.